د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تېره میاشت کې ۳ زره او ۱۶۰ کورنۍ چې شمېر یې څه باندې ۱۴ زرو ته رسیږي، هېواد ته راستنې شوې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت د ویاند په خبره، له دغو کسان څه باندې ۱۰ زره او ۶۰۰ یې له ایرانه، شاوخوا ۳ زره او ۳۰۰ له پاکستانه او نږدې ۱۵۰ کسان له ترکیې راستانه شوي دي.
عبدالمطلب حقاني و ویل:« له دې ډلې ۱۰۶۳۸ تنه له ایران، ۳۳۱۱ تنه له پاکستانه، او ۱۴۶ تنه هم له ترکیې هېواد ته راستانه شوي دي.»
له دې سره سم، پاکستان کې مېشت ځینې افغان کډوال د پاکستاني پولیسو د ناسم چلن او په جبري توګه د ایستلو له دوامه شکایت کوي او له طالبانو او پاکستان غواړي چې ستونزې یې حل کړي.
د کډوالو او راستنېدونکو وزارت له کوربه هېوادونو، په ځانګړي ډول له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو په اړه یو اړخیزه پرېکړه ونکړي خو پاکستان تازه اعلان کړی چې ټول افغان کډوال به له دغه هېواده وباسي.
جمهورخبري آژانس