افغان پانګه وال میرویس عزیزي پر خپله اېکس پاڼه یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې غواړي په متحده عربي اماراتو کې د درې میلیارده امارتي درهمو په ارزښت د خپلې لور فرشتې عزیزي په نوم یو روغتون جوړ کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي د دغه روغتون د جوړولو اعلان د یکشنبې په ورځ په متحده عربي اماراتو کې “د عربي نړۍ د امیدونو معماران” په نامه غونډه کې وکړ.
په دغه غونډه کې د متحده عربي اماراتو مرستیال ولسمشر، لومړی وزیر او د دوبۍ واکمن شېخ محمد بن راشد ال مکتوم سربېره د دولت لوړپوړو چارواکو او د اماراتو نورو زرګونو وګړو حضور درلود.
عزیزي ویلي، چې په دغه روغتون کې به د سرطاني ناروغیو د څېړنې مرکز هم شامل وي.
هغه دغه راز ویلي، چې دا طبي کمپلکس به په دې هېواد کې له اړمنو خلکو سره له مرستې سره – سره، په نوره نړۍ کې هم د دېته ورته روغتیایي مرکزونو د جوړولو او پرمختګ ملاتړ وکړي.
جمهورخبري آژانس