۰

کرکټ؛ پاکستان له هند په ماتې خوړلو له چمپین ټراپۍ ووت

دوشنبه ۶ حوت ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۲۱
د چمپينز ټرافي سیالیو په لړ کې هند پاکستان ته په ماتې ورکولو سره د دې سیالیو نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړه.
کرکټ؛ پاکستان له هند په ماتې خوړلو له چمپین ټراپۍ ووت
د چمپينز ټرافي سیالیو په لړ کې هند پاکستان ته په ماتې ورکولو سره د دې سیالیو نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دې لوبه کې پاکستان لومړۍ توپ وهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې سیالې لوبډلې ته د ۲۴۲ منډو هدف وټاکه.

هند ټاکل هدف په ۴۳م اوور کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.

د هند لپاره ویرات کولي په ۱۱۱ توپونو سل ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

دا د چمپینز ټرافي په سیالیو کې د پاکستان دویمه پرلپسې ماتې ده. په لومړۍ لوبې کې څو ورځې مخکې نیوزلنډ د کراچۍ په ښار کې ماتې ورکړه.

که سبا نیوزلنډ له بنګله دېش څخه لوبه وګټي، پاکستان د چمپینز ټرافي له سیالیو څخه هم بهر کېږي او که بنګله دېش وګټله او پاکستان هم په خپلې وروستۍ ګروپي لوبې کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه، بیا به د دغو دریو لوبډلو په منځ کې د منډو لوړ اوسط لرونکې لوبډله نیمه پایلوبو ته وځي.

جمهورخبري آژانس


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي