ملا برادر د ازبیکستان سفر له لاسته راوړنو ډک بللی دی

6 حوت 1403 ساعت 9:19

د طالبانو اقتصادي مرستیالۍ په خپره کړې خبر پاڼه کې چې د اقتصادي مرستیال ملا برادر په مشرۍ لوړپوړی پلاوی چې په ترکیب کې یې د کابینې یوشمېر غړي او د سکټوري ادارو استازي شامل دي، ازبیکستان ته له دوه ورځني سفر وروسته پرون ماسپښین مهال کابل ته را ستانه شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ملا برادر په کابل نړیوال هوايي ډګر کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال یاد سفر له لاسته راوړنو ډک بللی او زیاته کړې یې ده، چې  د خپل سفر پرمهال یې د ازبیکستان له لومړي وزیر، د لومړي وزیر له مرستیال او د یو شمېر ادارو له مسولینو سره لیدنې وکړې.

په دې لیدنو کې دوی ښه پرمختګونه او بحثونه درلودل چې مهم هغه یې د کرنې، برېښنا، ترانسپورټ، سوداګرۍ او د اوسپنې پټلۍ او نورو برخو کې دي.

جمهورخبري آژانس
 
د مطلب کود: 180421

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180421/

جمهور
  https://www.jomhornews.com