۰

ملا برادر د ازبیکستان سفر له لاسته راوړنو ډک بللی دی

دوشنبه ۶ حوت ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۱۹
د طالبانو اقتصادي مرستیالۍ په خپره کړې خبر پاڼه کې چې د اقتصادي مرستیال ملا برادر په مشرۍ لوړپوړی پلاوی چې په ترکیب کې یې د کابینې یوشمېر غړي او د سکټوري ادارو استازي شامل دي، ازبیکستان ته له دوه ورځني سفر وروسته پرون ماسپښین مهال کابل ته را ستانه شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملا برادر په کابل نړیوال هوايي ډګر کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال یاد سفر له لاسته راوړنو ډک بللی او زیاته کړې یې ده، چې  د خپل سفر پرمهال یې د ازبیکستان له لومړي وزیر، د لومړي وزیر له مرستیال او د یو شمېر ادارو له مسولینو سره لیدنې وکړې.

په دې لیدنو کې دوی ښه پرمختګونه او بحثونه درلودل چې مهم هغه یې د کرنې، برېښنا، ترانسپورټ، سوداګرۍ او د اوسپنې پټلۍ او نورو برخو کې دي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي