کابل کې د برېښنا د دوو پروژو کارونه پيل شول

5 حوت 1403 ساعت 9:48

د اوبو او انرژۍ وزارت د کابل د بګراميو ولسوالۍ په بتخاک سيمه کې د ۱۸۹ ميګاولټ نوی سب‌سټېشن او له ارغندۍ څخه د بتخاک تر نوي سب‌سټېشن پورې د ۲۲۰ کيلوولټ برېښنا لېږد مزي پروژو چارې نن پيل کړې.


د اوبو او انرژۍ وزارت د کابل د بګراميو ولسوالۍ په بتخاک سيمه کې د ۱۸۹ ميګاولټ نوی سب‌سټېشن او له ارغندۍ څخه د بتخاک تر نوي سب‌سټېشن پورې د ۲۲۰ کيلوولټ برېښنا لېږد مزي پروژو چارې نن پيل کړې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې يادې پروژې د عوفي بهرام شرکت د نږدې ۲۵.۵ ميليونه امريکايي ډالرو په پانګونې سره د «جي‌.اس‌.پي»، «ام‌.بي‌.آر‌.سي‌.سي» او «نوينسيميا» شرکتونو لخوا پلې کېږي، چې په ګټې اخيستنې سره به يې د ترکمنستان د ۵۰۰ کيلوولټ مزي له لارې د کابل ښاريانو د برېښنا ستونزې تر ډېره بریده حل او استوګنيز، سوداګريز او صنعتي پېرودونکي به له دوامداره او ډاډمنې برېښنا څخه برخمن شي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 180389

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180389/

جمهور
  https://www.jomhornews.com