ټایلنډ کې پولیسو ۹ افغان کډوال نیولي دي

5 حوت 1403 ساعت 9:44

د ټایلنډي رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هیواد پولیسو ۹ افغان کډوال چې غوښتل یې په ناقانونه توګه مالیزیا ته واوړي، نیولي دي. د راپور پربنسټ دا کسان د ټایلنډ په سویلي ښار کې نیول شوي دي.


د ټایلنډي رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هیواد پولیسو ۹ افغان کډوال چې غوښتل یې په ناقانونه توګه مالیزیا ته واوړي، نیولي دي. د راپور پربنسټ دا کسان د ټایلنډ په سویلي ښار کې نیول شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په راپور کې دغه راز راغلي چې دوه ټایلنډي موټروانان چې مالیزیا ته یې د دغو کسانو د لېږد مسوولیت لاره، هم نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د بېوزلۍ او بېکارۍ له کبله ډېری افغانان بېلابېلو هېوادونو ته په ناقانونه لارو تللو ته اړ شوي دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 180387

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180387/

جمهور
  https://www.jomhornews.com