د ټایلنډي رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هیواد پولیسو ۹ افغان کډوال چې غوښتل یې په ناقانونه توګه مالیزیا ته واوړي، نیولي دي. د راپور پربنسټ دا کسان د ټایلنډ په سویلي ښار کې نیول شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په راپور کې دغه راز راغلي چې دوه ټایلنډي موټروانان چې مالیزیا ته یې د دغو کسانو د لېږد مسوولیت لاره، هم نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د بېوزلۍ او بېکارۍ له کبله ډېری افغانان بېلابېلو هېوادونو ته په ناقانونه لارو تللو ته اړ شوي دي.
جمهورخبري آژانس