د طالبانو د عدلیې وزارت مرستیال د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، د دې ډلې ټول قوانین د حنفي فقهي سرچینو پر بنسټ جوړ، تایید او نهایي شوي دي.
د جمهور خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د عدلیې وزارت نن (سه شنبه، د سلواغې ۳۰ مه) یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د وزارت مرستیال مولوي عبدالکریم حیدر په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال مشر طارق علي بخت سره ولیدل.
سرچینې ویلي، چې قوانین اوس د حنفي فقهې سرچینو پر بنسټ جوړ، څېړل کیږي او نهایی کیږي.
هغه وويل چې لوېديځې رسنۍ د افغانستان د وضعيت يو تحریف شوی او غیر واقعي انځور وړاندې کوي، او له بده مرغه نړۍ هم وضعیت ته په ورته نظر ګوري.
بخت د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو اندېښنې هم راپورته کړې او ویې ویل چې افغانستان ته د خپل وروستي سفر راپور به د دې سازمان له غړو سره شریک کړي ترڅو دا اندېښنې حل شي.
جمهورخبري آژانس