یوناما او طالبانو د کډوالو لپاره د ښارګوټي جوړولو په اړه خبرې کړي

30 دلو 1403 ساعت 9:50

د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو وزارت او یوناما د بیرته راستنیدونکو لپاره په څلورو ولایتونو کې د څلورو میشت ځایونو د جوړولو په اړه خبرې کړي دي.


د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو وزارت او یوناما د بیرته راستنیدونکو لپاره په څلورو ولایتونو کې د څلورو میشت ځایونو د جوړولو په اړه خبرې کړي دي.

 د جمهور آژانس د خبر له مخې د یوناما یوه لوړ پوړې سلاکار د طالبانو کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت له مسوولانو سره په کتنه کې په نږدې راتلونکي کې د هېواد په څلورو ولایتونو کې د راستنیوشویو کډوالو لپاره د څلورو ښارګوټو د جوړېدو په تړاو خبرې کړې دي.

اخوا، په پاکستان کې د طالبانو د سفارت سرپرست په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره د هڅو ډاډ ورکوي.

د دغه سفارت چارسمبالی، سردار احمد شکیب ویلي«موږ دا موضوعات د پاکستان له حکومت سره مطرح کړي دي څو د کډوالو ستونزې حل شي، د هغوی وضعیت د سیاسي موخو لپاره و نه کارول شي او دوی دلته په سوله ییزه او درناوي سره ژوند وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په پاکستان کې ځينو افغان کډوالو د وېزو د وخت له کموالي او لوړ لګښته شکایت کړي وو. هغوی ویلي وو چې اوس باید هره میاشت خپلې وېزې تمدید کړي.

جمهورخبري آژانس

 


د مطلب کود: 180280

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180280/

جمهور
  https://www.jomhornews.com