هیواد کې د ماشومانو تنفسي ناروغۍ زیاتې شوې دي

30 دلو 1403 ساعت 9:38

د ماشومانو د روغتیا اندراګاندي روغتون د داخله برخې مسوولین وایي، چې په دې ورځو کې د ماشومانو تنفسي ناروغۍ زیاتې شوې دي.


د ماشومانو د روغتیا اندراګاندي روغتون د داخله برخې مسوولین وایي، چې په دې ورځو کې د ماشومانو تنفسي ناروغۍ زیاتې شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره په دغه روغتون کې د ورځې له ۲۰ تر ۳۰ پورې په تنفسي ناروغۍ اخته ماشومان بسترېږي.

د اندراګاندي د روغتون د تنفسي ناروغو او سینه بغل څانګه اوس‌مهال په یوه بستر کې د څلورو تر پنځو ناروغو ماشومانو درملنه کوي.

په داسې حال کې چې ناروغ لرونکو تردې وړاندې هم د درملنې د بسترونو له کموالي شکایتونه درلودل.

د ډاکټرانو په خبره، د سړې او ککړې هوا سربېره، بې‌وزلي او بې‌روزګاري، حفظ الصحې ته نه پاملرنه، او له ماشومانو د ناروغو کسانو لېرې نه‌ساتل د دې لامل کېږي، چې ډېری ماشومان پر تنفسي ناروغۍ اخته شي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 180273

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180273/

جمهور
  https://www.jomhornews.com