۰

هیواد کې د ماشومانو تنفسي ناروغۍ زیاتې شوې دي

سی شنبه ۳۰ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۸
د ماشومانو د روغتیا اندراګاندي روغتون د داخله برخې مسوولین وایي، چې په دې ورځو کې د ماشومانو تنفسي ناروغۍ زیاتې شوې دي.
هیواد کې د ماشومانو تنفسي ناروغۍ زیاتې شوې دي
د ماشومانو د روغتیا اندراګاندي روغتون د داخله برخې مسوولین وایي، چې په دې ورځو کې د ماشومانو تنفسي ناروغۍ زیاتې شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره په دغه روغتون کې د ورځې له ۲۰ تر ۳۰ پورې په تنفسي ناروغۍ اخته ماشومان بسترېږي.

د اندراګاندي د روغتون د تنفسي ناروغو او سینه بغل څانګه اوس‌مهال په یوه بستر کې د څلورو تر پنځو ناروغو ماشومانو درملنه کوي.

په داسې حال کې چې ناروغ لرونکو تردې وړاندې هم د درملنې د بسترونو له کموالي شکایتونه درلودل.

د ډاکټرانو په خبره، د سړې او ککړې هوا سربېره، بې‌وزلي او بې‌روزګاري، حفظ الصحې ته نه پاملرنه، او له ماشومانو د ناروغو کسانو لېرې نه‌ساتل د دې لامل کېږي، چې ډېری ماشومان پر تنفسي ناروغۍ اخته شي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي