۰

ملګرو ملتونو ملا برادر او د مرکزي بانک سرپرست ته د سفر معافیت ورکړ

دوشنبه ۲۹ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۲۰
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې، د ۱۹۸۸ پرېکړه لیک پر بنسټ د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ته د ۲۳ ورځني سفر له معافیته خبر ورکړی دی.
ملګرو ملتونو ملا برادر او د مرکزي بانک سرپرست ته د سفر معافیت ورکړ
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې، د ۱۹۸۸ پرېکړه لیک پر بنسټ د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ته د ۲۳ ورځني سفر له معافیته خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دې کمېټې په یوه بیانیه کې ویلي، چې د دې معافیت موخه قطر ته د ملا برادر سفر او د هغه درملنه ده.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې په بیانیه کې راغلي:«د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ پر ۷ مه د امنیت شورا کمېټې د ۲۰۱۱ کال د ۱۹۸۸ پرېکړه لیک له‌مخې، د عبدالغني برادر عبدالاحمد ترک د سفر د ممنوعیت معافیت چې، د قطر ایالت دوحې ته د درملنې سفر دی د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ له نهمې د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر درېیمې تصویب کړ.»

په دې خبرپاڼه کې همداراز د افغانستان بانک د سرپرست لپاره هم ۳ ورځنی د سفر معافیت چې موخه یې په روسیې کې "په مالي چارو کې د سایبري امنیت" په غونډه کې ګډون دی، هم یادونه شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي «د هغه لپاره دغه معافیت د روسیې فډراسیون په یکاترینبورګ کې د اورال ټولنې له لوري "په مالي چارو کې د سایبري امنیت" په غونډه کې د ګډون په موخه چې، د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ له نولسمې تر یوویشتمې پورې جوړېږي، هم تصویب شوی دی.»

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې تر دې مخکې هم د طالبانو د کورنیو او بهرنیو چارو سرپرست وزیرانو او د حج او اوقافو وزارت سرپرست ته هم د سفر معافیت صادر کړی وو.

جمهورخبري آژانس

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي