په لوګر کې ۳۰ کانونه تثبیت شوي دي

29 دلو 1403 ساعت 10:16

د لوګر ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې ۳۰ کانونه تثبیت شوې دي.


د لوګر ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې ۳۰ کانونه تثبیت شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مسوولینو په خبره د وروستیو څېړنو له مخې، ۳۰ کانونه ثبیت شوي چې له ډلې یې د دوه کانونو عملي استخراج چارې هم پيل شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې په یادو کانونو کې مس، کرومایټ، نفرایټ، تالک، ازبست، کلیست، ابرک او د قیمتي ډبرو یوشمېر نور مهم کانونه شامل دي.

د لوګر ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وایي، په نوي کال کې هم د لوګر په مرکز پل‌علم او یوشمېر لروپرتو ولسوالیو کې شته کانونه د قانوني استخراج په پار داوطلبۍ ته سپارل کېږي چې په یادو کانونو کې به لسګونه وزګارو کسانو ته د کارکولو زمینه برابره شي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 180246

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180246/

جمهور
  https://www.jomhornews.com