۰

په لوګر کې ۳۰ کانونه تثبیت شوي دي

دوشنبه ۲۹ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۱۶
د لوګر ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې ۳۰ کانونه تثبیت شوې دي.
په لوګر کې ۳۰ کانونه تثبیت شوي دي
د لوګر ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې ۳۰ کانونه تثبیت شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مسوولینو په خبره د وروستیو څېړنو له مخې، ۳۰ کانونه ثبیت شوي چې له ډلې یې د دوه کانونو عملي استخراج چارې هم پيل شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې په یادو کانونو کې مس، کرومایټ، نفرایټ، تالک، ازبست، کلیست، ابرک او د قیمتي ډبرو یوشمېر نور مهم کانونه شامل دي.

د لوګر ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وایي، په نوي کال کې هم د لوګر په مرکز پل‌علم او یوشمېر لروپرتو ولسوالیو کې شته کانونه د قانوني استخراج په پار داوطلبۍ ته سپارل کېږي چې په یادو کانونو کې به لسګونه وزګارو کسانو ته د کارکولو زمینه برابره شي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي