۰

د نورستان په ۴ ولسوالیو کې د انګورو ۱۰ بڼونه جوړېږي

دوشنبه ۲۹ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۱۱
د نورستان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په نورګرام، کامدېش، وایګل او واما ولسوالیو کې د انګورو ۱۰ بڼونه جوړېږي.
د نورستان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په نورګرام، کامدېش، وایګل او واما ولسوالیو کې د انګورو ۱۰ بڼونه جوړېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره دغه بڼونه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژې له لارې پلې کېږي. سرچینې زیاته کړې، چې د دغو بڼونو په جوړېدو سره نه یوازې د مېوو تولید زیاتېږي؛ بلکې د سيمې بزګرانو ته به د کار زمینه هم برابره شي.

د یادونې وړده، چې د افغانستان د کال په درېیو فصلونو کې بهرنۍ مېوې له لرې هېوادونو په لوړه بیه هېواد ته واردېږي، په دې کارسره به په هېواد کې د سوداګریزو بڼوڼو په جوړېدو سره د بهرنیو وارداتو مخه ونیول شي.

جمهورآژانس


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي