طالبانو په بلوچستان کې د افغان کډوالو جبري ایستل غندلي

29 دلو 1403 ساعت 10:10

د طالبانو کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي چې پاکستاني پولیسو د ځينو افغان کډوالو کورنۍ چې پکې ۶۵ ماشومان او ۳۰ ښځې دي، له خپلو مېنو څخه په زور ایستلې او ناسم چلند یې ورسره کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په خبر پاڼه کې راغلي، یاد شمېر کسان د سپین بولدک له لارې هېواد ته را اړول شوي دي. یاد وزارت د پاکستاني پولیسو دا ډول کړنې غندلې دي.

په خبرپاڼه کې پر نړیوالو بنسټونو غږ شوی چې په یاد هېواد کې دې له افغان کډوالو سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي، څو په باعزته توګه خپل هېواد ته را ستانه شي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په دې وروستیو کې په بېلابېلو سیمو کې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ چټکه کړې ده.

جمهورخبري آژانس

د مطلب کود: 180243

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180243/

جمهور
  https://www.jomhornews.com