طالبانو په بهرنیو هیوادونو کې د افغان بندیانو د برخلیک په اړه د سره صلیب د همکارۍ غوښتنه وکړه

29 دلو 1403 ساعت 9:50

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د سره صلیب د نړیوالې کمېټې له مشر سره وکتل او په بهرنیو هېوادونو کې د افغان بندیانو د برخلیک په ټاکلو کې یې د دې ادارې د همکارۍ غوښتنه وکړه.


د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د سره صلیب د نړیوالې کمېټې له مشر سره وکتل او په بهرنیو هېوادونو کې د افغان بندیانو د برخلیک په ټاکلو کې یې د دې ادارې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د جمهور خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۹ مه) په خپله اېکس پاڼه کې ولیکل چې د وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د سره صلیب د نړیوالې کمېټې له عمومي رییس پییر کرهنبول سره ولیدل.

په دې غونډه کې متقي د سره صلیب له مشر څخه وغوښتل چې په بهرنیو هیوادونو کې د افغان بندیانو د برخلیک په ټاکلو کې له دې ډلې سره همکاري وکړي.

کرهنبول وویل چې که څه هم د ځینو هیوادونو لخوا زندانونو ته د دوی د لاسرسي بندیز د بندیانو د موندلو او د هغوی د کورنیو د خبرولو لپاره د بشري هڅو مخه نیولې ده؛ خو دوی به په دې برخه کې خپلې هڅې زیاتې کړي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 180240

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180240/

جمهور
  https://www.jomhornews.com