د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست محمد یونس اخندزاده په کندهار کې د یوې پروژې د پرانیستې پرمهال ویلي، چې په اسلامي امارت کې هېڅ ډول اختلاف نشته.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اخندزاده زیاتوي، چې دغه نظام له قربانیو سره حاکم شوی، چې مسوولانو او خلک یې پر وړاندې ځانګړي مسوولیتونه لري.
ده و ویل«که د دغه امیر په وجود کې د دښمنانو دغه خوب ریښتیا شي، چې دوی وايي په امارت کې به داسې اختلاف راشي، چې هغه به دړې وړې شي دا اطمنان درکوم، اختلاف نشته او تشویش مهکوئ. د کوم هدف لپاره چې قربانۍ ورکړل شوې دي هغه نظام روان دی، په دغه نظام کې د تاسو لپاره هم مسوولیتونه شته او زموږ لپاره هم شته.»
نوموړي په دغې ولسوالۍ کې د ۳۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۷ کیلومټره سړک جوړولو پروژوه پرانیسته. محمد یونس اخندزاده وايي، چې د کلیوالي سیمو نښلول او اوسېدونکو ته یې د خدمتونو رسول مهم لومړیتوب دی.
اخندزاده و ویل:«په دې هکله زموږ ډېرې پروژې په سلګونه پروژې او شبکې روانې دي د اوبو د څښلو لپاره، کانالونه روان دي، بندونه روان دي، سړکونه شروع کېږي؛ خو ۴۵ کاله چې په یوه هېواد کې وراني وي بیا په یوه، دوه او درې کلونو کې د هغه رغولو هیله، فکر کوم دا به ډېر ګران وي.»
جمهورخبري آژانس