۰

اسلام‌اباد له کابل سره د دوه اړخیزو همکاریو لپاره شرط ایښی دی

یکشنبه ۲۸ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۱
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان په ګټه له سیمه‌ییزو ظرفیتونو ګټه اخیستنه مهمه بولي او زیاتوي، چې دا هېواد به له دغو فرصتونو د ګټې اخیستنې لپاره له افغانستان سره خپل تعامل ته دوام ورکړي.
اسلام‌اباد له کابل سره د دوه اړخیزو همکاریو لپاره شرط ایښی دی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان په ګټه له سیمه‌ییزو ظرفیتونو ګټه اخیستنه مهمه بولي او زیاتوي، چې دا هېواد به له دغو فرصتونو د ګټې اخیستنې لپاره له افغانستان سره خپل تعامل ته دوام ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت ویاند شفقت علي ‌خان، یوځل بیا د ترهګرۍ اړوند مسایل له افغانستان سره د خبرو اترو له اصلي موضوع‌ګانو ګڼي او ټينګار کوي، چې د دغې مسئلې د نه‌حل کېدو په صورت کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ به دوه اړخیزې همکارۍ عملي نه‌شي.

 د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي:«موږ دغه‌راز له افغانستان سره تعامل ته دوام ورکوو او هغوی ته یادونه کوو تر هغې چې دا ستونزه حل نه‌شي، له  اوږدمهالو سیمه‌‌ییزو ظرفیتونو او دوه ‌اړخیزو همکاریو ګټه اخیسنه او هغه څه به چې د دواړو هېوادونو په ګټې او هوساینې تمامېدای شي، عملي نه‌شي.»

که څه هم طالبانو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغو څرګندونو په تړاو څه نه‌دي ویلي، خو تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وارت سرپرست ویلي و، چې د پاکستان امنیتي ستونزې د دغه هېواد له سیاسي او اقتصادي ستونزو سره تړاو لري.

جمهورخبري آژانس


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي