۰

کندهار کې د ۱۷ کیلومتره سړک د رغولو چارې پيل شوې

یکشنبه ۲۸ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۲۵
د طالبانو د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري، د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د ۳۰ ميليونه افغانيو په لګښت د ۱۷ کيلومتره سړک د رغولو چارې پيل شوې.
کندهار کې د ۱۷ کیلومتره سړک د رغولو چارې پيل شوې
د طالبانو د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري، د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د ۳۰ ميليونه افغانيو په لګښت د ۱۷ کيلومتره سړک د رغولو چارې پيل شوې.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت د معلوماتو له مخې؛ د دغه وزارت سرپرست محمد یونس اخندزاده، د يادې پروژې په پرانيستغونډه کې ويلي چې د کليوالي سيمو نښلول او هېوادوالو ته د خدمتونو وړاندې کول د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت لومړيتوب دی او د هغوی ستونزو د هوارولو لپاره به نورې پروژې هم پلې کړي.

د يادې پروژې د تطبيق په بهیر کې به سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره او په ګټې اخيستنې سره به يې د ميوند ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې تر ډېره بريده حل شي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي