۰

میدان‌وردګو کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست ته ودانۍ جوړېږي

یکشنبه ۲۸ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۲۳
د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان‌ښار کې د ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ریاست ته د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.
میدان‌وردګو کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست ته ودانۍ جوړېږي
د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان‌ښار کې د ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ریاست ته د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د چارواکو په خبره دغه ودانۍ په دوو پوړونو کې پر دوه جریبه ځمکه جوړېږي چې چارې به یې په ۶ میاشتو کې بشپړې شي.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې سرپرست نورالدین ترابي ویلي، چې په ټول هېواد کې په اتو ولایتونو کې د دغه ادارې ریاستونه ودانۍ لري او نور په کرایي ځایونو کې ورځنۍ چارې مخته وړي.

نوموړی وايي، چې د اوس لپاره په پنځو ولایتو کې د یادې ادارې د ریاستونو لپاره ودانۍ جوړېږي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي