افغان کډوال: د پاکستان دولتي روغتونونو کې مو درملنه نه کېږي

28 دلو 1403 ساعت 9:21

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد او د خيبر پښتونخوا ايالت په مرکزي ښار پېښور کې مېشت ځینې افغان کډوال وايي، چې په دولتي روغتونونو کې یې نه درملنه کېږي او په شخصي روغتونونو کې ترې زياتې پيسې اخیستل کېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې له تېرو څو کلونو راهیسې پاکستان خپله اقتصادي کړکېچ سره مخامخ دی او دې اقتصادي رکود په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو ژوند هم اغېزمن کړی دی.

د اسلام آباد د پمز روغتون ویاند ډاکټر مبشر وايي، هغه افغانان چې قانوني اسناد نه لري نو د پاکستان د قانون له مخې يې تر لومرۍ طبي کتنې او درملنې پس نوره درملنه نه شي کولی، خو د پي او آر کارت لرونکو درملنه کوي.

جمهورخبري آژانس
 
د مطلب کود: 180208

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180208/

جمهور
  https://www.jomhornews.com