د یو شمېر افریقایي هېوادونو له زندانونو ۱۷ تنه افغانان خوشې شول

28 دلو 1403 ساعت 9:19

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړېکو رییس حافظ ضیا احمد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د مصر په پلازمېنه قاهره کې د افغانستان سفارت په هڅو په تېرو درې میاشتو کې، د دغه هېواد په ګډون له یو شمېر افریقایي هېوادونو ۱۷ تنه افغانان خوشې شول.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي زیاته کړې، دغه افغانان چې په مصر سربېره په مراکش، لیبیا، سوډان او موریتانیا کې د بېلابېلو دلایلو له امله بندیان وو، له بند څخه آزاد او هېواد ته راولېږدول شول.

په ورته مهال د کډوالو چارو وزارت هم خبر ورکړی، چې د پاکستان له زندانونو یې ۲۰ نور افغانان هم را خوشې کړي او د سپین بولدک له لارې هېواد ته را ستانه شوي دي.

جمهورخبري آژانس
 
د مطلب کود: 180207

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180207/

جمهور
  https://www.jomhornews.com