د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي ضیاءالدین اڅکزي په مشرۍ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خوني پلاوي ایران ته سفر له ایرانی سوداګرو سره کتلي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو پانګونو پر پراختیا خبرې او ټینګار شوی.
اڅکزي ایراني سوداګرو ته د افغانستان د اوسنیو فرصتونو او د پانګونې په برخه کې د رامنځته شویو اسانتیاوو په اړه معلومات ورکړي او هغوی یې هڅولي، چې افغان سوداګرو سره په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د لمریزې برېښنا تولید، د اصلاح شویو تخمونو تولید، د کرنې میکانیزه کول او د شنو خونو جوړول، کې ګډې پانګونې وکړي.
ایراني سوداګرو له خپله اړخه د چمتو والي ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې چمتو دي له افغان سوداګرو سره د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي سکتورونو کې ګډې پانګونې وکړي.
جمهورخبري آژانس