۰

عربي هېوادونه د غزې په تړاو د ټرمپ د دریځ لپاره بدیله طرحه جوړوي

شنبی ۲۷ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۵۳
رویټرز د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې عربي هېوادونه د سعودي عربستان په مشرۍ د فلسطین په تړاو د ټرمپ د دریځ لپاره پر بدیلې طرحې کار کوي.
عربي هېوادونه د غزې په تړاو د ټرمپ د دریځ لپاره بدیله طرحه جوړوي
رویټرز د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې عربي هېوادونه د سعودي عربستان په مشرۍ د فلسطین په تړاو د ټرمپ د دریځ لپاره پر بدیلې طرحې کار کوي. 

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا ولسمشر ډانلډ ترمپ ویلي چې له غزې به ټول فلسطینیان وباسي او په مصر او اردن کې به یې ځای پر ځای کړي. 

ټرمپ غزه "ویجاړه" سیمه یاده کړې وه او زیاته کړې یې وه چې دغه سیمه به بېرته و رغوي. 

رویټرز د لسو سرچینو په حواله دغه راپور کې لیکلي چې سعودي عربستان، مصر، اردن او متحده عربي امارات به روانه زېږیزه میاشت په ریاض کې په دې اړه غونډه جوړه کړي. 

راپور کې راغلي چې دغه غونډه کې به د عربي هېوادونو له لوري د غزې پر بیارغونې او د "حماس د اغېز پر کمولو" هم خبرې وشي. 

له غزې د فلسطینیانو د ایستلو په تړاو د ټرمپ دغو څرګندونو د سعودي عربستان په ګډون ټوله عربي نړۍ اندېښمنه کړې وه او دا څرګندونې یې په کلکو ټکو رد کړې دي. 

یو له دغو سرچینو ویلي چې د ټرمپ دغه دریځ به د فلسطین د خپلواک دولت جوړولو لپاره د سعودي عربستان د غوښتنې مخه ونیسي. 

د فلسطین د خپلواک دولت جوړول له اسراییل سره د سعودي عربستان د اړیکو عادي کولو او د "ایران" پر وړاندې د واشنګټن او ریاض د پوځي تړون لپاره د سعودي عربستان اساسي شرط دی.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي