۰

د غلام خان بندر له لارې ۴۵۰۰ ټنه وچه میوه بهر ته صادره شوې

شنبی ۲۷ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۴۶
د خوست ولایتي مسوولین وايي، په روان لمریز کال کې د غلام خان بندر له لارې د څه باندې ۱۱ میلیونه ډالرو په ارزښت ۴۵۰۰ ټنه وچه میوه صادره شوې ده.
د غلام خان بندر له لارې ۴۵۰۰ ټنه وچه میوه بهر ته صادره شوې
د خوست ولایتي مسوولین وايي، په روان لمریز کال کې د غلام خان بندر له لارې د څه باندې ۱۱ میلیونه ډالرو په ارزښت ۴۵۰۰ ټنه وچه میوه صادره شوې ده.

د مسوولینو په خبره په دغه مقدار وچه میوه کې، جلغوزي، پسته او بادامو په شمول ۱۷ ډوله میوه شامله ده.

ورته مهال په خوست کې ځینې سوداګر پر سوداګریزو توکو د تعرفو او مالیاتو لوړېدل او په ویزو اخیستو کې ځنډ جدي ستونزې یادوي.

دوی وايي که ستونزو ته یې رسېدنه وشي سوداګري به لا زیاته وغوړیږي. ورته مهال بیا سیمه ییز مسوولین وايي، سوداګرو ته به اړینې اسانتیاوې برابرې کړې.

جمهورخبري آژانس


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي