د بلخ د رسنیو مرکز په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه ولایت د سرپرست والي په امر د بلخ د علماوو شورا د رییس په مشرۍ یوه ۹ کسیز پلاوي ازبکستان ته سفر کړی او د هغه هېواد له چارواکو سره یې غونډه کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د خبرپاڼې پر بنسټ په دغه غونډه کې د مشترک بازار، ټرانزیټی وسایطو ته د اجازې ورکولو، د مشترک بازار روغتون ته په پېژندپاڼه د بېړنیو ناروغانو وړلو اجازې او د ویزې د صدور په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په اړه خبرې شوې دي.
په دغه غونډه کې د یادو نورو ورته مسایلو په اړه دواړو لورو یو لړ پرېکړې کړې هم کړې دي.
جمهورخبري آژانس