۰

د طالبانو مشر په لومړي ځل د عصري علوم پر اهمیت او ارزښت ټینګار کړی

پنجشنبه ۲۵ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۵۷
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوند زاده په کندهار پوهنتون کې پر محصلینو غږ کړی، چې دیني او عصري علوم په اخلاص سره زده کړي.
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوند زاده په کندهار پوهنتون کې پر محصلینو غږ کړی، چې دیني او عصري علوم په اخلاص سره زده کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت وايي،‌ هبت‌الله اخوندزاده چارشنبه (د سلواغې ۲۴ مه) په لومړي ځل کندهار کې د پوهنتون د استادانو او محصلانو "یوه لویه غونډه کې" کې وینا کړې ده.
 
د دغه وزارت ویاند حافظ ضیا‌ءالله هاشمي پر اېکس پاڼه لیکلي، نوموړي په خپله وینا کې د علم پر ارزښت او د دیني او عصري زدکړو د اهمیت په اړه خبرې او استادانو او محصلانو ته لارښوونه کړې، چې دواړه علوم په اخلاص سره زده کړي.
 
هغه ویلي،«له تاسو څخه مو غوښتنه ده، چې د خپل هېواد د شهیدانو، مبارزینو او قهرمانانو تاریخونه ولیکئ او په نړیواله کچه یې معرفي کړئ؛ ځکه مجاهدینو په سختو حالاتو کې د الله تعالی په نصرت سره دا هېواد ازاد کړ او اوس ستاسو وار دی، چې د خپل علم او پوهي پر مټ افغانستان په نړۍ کې سیال کړئ او دومره زحمت وګالئ، چې بهرنيان دلته راشي، تاسو څخه زدکړه وکړي او د خپل علم په مرسته پر نړۍ حکمراني وکړئ.»
 
نوموړی زیاته کړې‌«افغانستان د ټولو ګډ کور دی او هر یو له تاسو څخه په دې نظام کې ځانګړی ځای لري، افغانستان اسلامي امارت  تاسو ته د خیر اراده لري؛ مدرسه او پوهنتون سره نور یو دي او د دواړو علمي ادارو ساتنه او حمايه پر موږ لازمه ده.»
دا لومړی ځل دی چې دومره په زغرده د دیني زدکړو ترڅنګ د عصري زدکړو پر اهمیت او ارزښت خبرې کوي.
 
هغه ویلي، "ګورئ استادانو او محصلانو، تاسو هم دیني او هم دنیوي زدکړې وکړئ، نیت مو یوازې د دین خدمت وګرځوئ؛ ځکه چې په ټولنه کې تاسو ډېر قدر لرئ، ټولنه د مدرسې، مکتب او پوهنتون طالب‌ العلمانو ته په ‌‌‌ډېره درنه سترګه ګوري او تاسو ته د خدمت هیله لري.
 
د طالبانو مشر مولوي‌هبت‌الله اخوندزاده په افغانستان کې واک د دوی له راستنېدو راهیسې په کندهار کې اوسي، په عامو غونډو او جلسو کې ډېر نه راڅرګندونږي خو وخت ناوخت هملته د خپل حکومت له وزیرانو او نورو چارواکو سره ناستې کوي.

جمهورخبري آژانس
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي