حنفي: د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې په صورت کې، دفاع زموږ مسلم حق دی

25 دلو 1403 ساعت 8:46

د د طالبانو ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي، اسلامي امارت له ګاونډیو هېوادونو سره د متقابل احترام او سوله‌ییز تعامل پر بنسټ اړیکې غواړي.


د د طالبانو ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي، اسلامي امارت له ګاونډیو هېوادونو سره د متقابل احترام او سوله‌ییز تعامل پر بنسټ اړیکې غواړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي حنفي یو ځل بیا له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي. 

نوموړي وویل«دا طبیعي ده که‌چېرې څوک د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي، په هغه صورت کې بیا د افغانستان شرعي او نړۍوال مسلم حق دی، چې له ځانه دفاع وکړي، که‌چېرې څوک په ډبره ګوزار وکړي، مجبور که‌چېرې مو په ډبره ګوزار ونه‌شوای کړی یو لوټه په لور یې ګوزاروو.»

ښاغلي حنفي زیاته کړې، چې تاوتریخوالی د هېڅ ګاونډي هېواد په ګټه نه‌دی، او اسلامي امارت لا هم د سوله‌ییز سیاست او دوستانه اړیکو ملاتړ کوي.

 عبدالسلام حنفي زیاته کړه:«هر څومره چې اړیکې ښې وي دا د ګاونډیو هېوادونو د ملتونو په ګټه دی، له دې امله د افغانستان اسلامي امارت تل له سوله‌ییز سیاسته او نیکو اړیکو ملاتړ کوي.»

که څه هم په تېر څه باندې یو کال کې ځینو هېوادونو له اسلامي امارت سره ډیپلوماټیکې اړیکې پیل کړي؛ خو تر اوسه هېڅ هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 180144

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180144/

جمهور
  https://www.jomhornews.com