په میدان وردګو کې ۱۲ ټنه تاریخ تېره خوراکي توکي وسوځول شول

25 دلو 1403 ساعت 8:42

د میدان وردګ ولایت د خوړو او درملو امریت مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو څخه شاو خوا ۱۲ ټنه بې کیفیته او تاریخ تېره درمل او خوراکي توکي راټول او سوځول شوي دي.


د میدان وردګ ولایت د خوړو او درملو امریت مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو څخه شاو خوا ۱۲ ټنه بې کیفیته او  تاریخ تېره درمل او خوراکي توکي راټول او سوځول شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد امریت مسوولین وایي، دغه توکي او درمل د ولایت په کچه له هټيو څخه د ۵ میاشتو په موده کې راټول او د ولايتي مسوولینو په حضور کې و سوځول شول.

د یاد ولایت د خوړو او درملو امریت مسوولین دغه راز وایي، دوی د بې کیفیته توکو او درملو راټولو په موخه د ولایت بېلابیلو ولسوالیو ته سفرونه کوي، چې کیفیه درمل او خوراکي توکي را ټول او وسوځوي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 180143

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180143/

جمهور
  https://www.jomhornews.com