د میدان وردګ ولایت د خوړو او درملو امریت مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو څخه شاو خوا ۱۲ ټنه بې کیفیته او تاریخ تېره درمل او خوراکي توکي راټول او سوځول شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد امریت مسوولین وایي، دغه توکي او درمل د ولایت په کچه له هټيو څخه د ۵ میاشتو په موده کې راټول او د ولايتي مسوولینو په حضور کې و سوځول شول.
د یاد ولایت د خوړو او درملو امریت مسوولین دغه راز وایي، دوی د بې کیفیته توکو او درملو راټولو په موخه د ولایت بېلابیلو ولسوالیو ته سفرونه کوي، چې کیفیه درمل او خوراکي توکي را ټول او وسوځوي.
جمهورخبري آژانس