په کندهار کې د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز خط اچونه ترسره شوه

25 دلو 1403 ساعت 8:40

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست مسوولین وایي، چې د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا په دامان ولسوالۍ کې د کډوالو د ښارګوټي د دویم فاز خط اچونه ترسره شوې ده.


د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست مسوولین وایي، چې د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا په دامان ولسوالۍ کې د کډوالو د ښارګوټي د دویم فاز خط اچونه ترسره شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مسوولین زیاتوي چې په ساحه کې د شوې سروې او پلان مطابق یې د ښارګوټي په ختيځ لوري کې (۲۰) متره، (۲۵) متره او (۱۵) متره سړکونه په نښه کړي.

سرچینې دغه راز زیاته کړې، چې خدماتي ساحې او د بلاکونو وېشنه د پنځه بسوې، لس بسوې او پنځلس بسوې په اساس ترسره شوې، پر دې سربېره یې د ځینو بلاکونو لوړې او ژوروې د تراکتور په وسیله منظمې کړي دي.

دکندهار ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په ټوله کې د یاد ښارګوټي چارې په چتکۍ سره روانې دي او ډېرې ژر به بشپړې شي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 180142

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180142/

جمهور
  https://www.jomhornews.com