۰

د بلخ په ابو علي سینا روغتون کې ۵۴۹ لوی او کوچني عملیاتونه شوي

پنجشنبه ۲۵ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۳۹
د بلخ ولایت د عامې ریاست مسوولین وایي، چې د ابو علي سينا په حوزوي روغتون کې تېره یوه میاشت ۵۴۹ لوی او کوچني عملیاتونه ترسره شوي دي.
د بلخ په ابو علي سینا روغتون کې ۵۴۹ لوی او کوچني عملیاتونه شوي
د بلخ ولایت د عامې ریاست مسوولین وایي، چې د ابو علي سينا په حوزوي روغتون کې تېره یوه میاشت ۵۴۹ لوی او کوچني عملیاتونه ترسره شوي دي.

جمهور خبري آژانس د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست مطبوعاتي مسوول کمال الدين ځدران ویلي، چې د ابو علي سینا حوزوي روغتون د جراحي عمومي څانګې ډاکټرانو په تېره یوه میاشت کې ۵۴۹ لوی او واړه عملیاتونه ترسره کړي، چې په دغو عملیاتونو کې ۲۱۱ عاجل، ۱۷۰ پلان يا روټين او ۱۶۸ واړه يا صغيره عملياتونه شامل دي.

د نوموړي په وینا چې د ابو علي سينا حوزوي روغتون د جراحي عمومي څانګه، چې ۲۴ ساعته د هېوادوالو لپاره روغتيايي خدمات وړاندې کوي، د جراحي څانګې یې په تېره يوه میاشت کې ۲۳۲۸ ناروغان د سرپا او د ۱۳۶۴ ناروغانو درملنه په بستر کې کړې ده.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي