طالبان: د پاکستان استازی منیر اکرم دروغ وايي، افغانستان کې داعش نشته

25 دلو 1403 ساعت 8:35

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په ملګروملتونو سازمان کې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم هغه څرګندونې بې بنسټه بللې، چې افغانستان د ترهګرو پر پټن‌ځای بدل شوی دی.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په ملګروملتونو سازمان کې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم هغه څرګندونې بې بنسټه بللې، چې افغانستان د ترهګرو پر پټن‌ځای بدل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل ویلي چې، د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته هېڅ ګواښ متوجه نه‌دی او د وروستیو پېښو عاملان د ډيورنډ فرضي کرښې له هاخوا افغانستان ته راځي.

نوموړي دغه‌راز زیاته کړې، چې ځینې هېوادونه هڅه کوي افغانستان بې‌ثباته وښيي، څو د افغانستان او نړۍ ترمنځ د بې باورۍ فضا رامنځته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې منیر اکرم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې ادعا کړې وه، چې افغانستان د داعش-خراسان د جنګیالیو د جذب مرکز ګرځېدلی دی.

بلخوا د سیاسي چارو ځينې شنونکي هم په دې باور دي، چې دم‌ګړۍ داعش د افغانستان او نورو هېوادونو پر وړاندې د پاکستان له خاورې فعالیت کوي.

جمهورخبري آژانس

 


د مطلب کود: 180139

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180139/

جمهور
  https://www.jomhornews.com