اروپايي ټولنې د افغان نجونو د زده کړو له حقه د ملاتړ خبر ورکړ او ټینګار یې وکړ چې د افغان نجونو لپاره د زده کړه، پوهې، ټکنالوژۍ، انجینرۍ او ریاضاتو په برخو کې فرصتونه اړین دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اروپایي ټولنې ویلي: «په ساینس کې د ښځو او نجونو د زده کړو په نړیواله ورځ اروپايي ټولنه د زده کړې د حق لپاره د افغان ښځو او نجونو ترڅنګ ولاړه ده. د هغوی انعطاف منل او په تحصیل، ساینس، سپورټ او هر ډګر کې لاسته راوړنې موږ ته الهام راکوي. د افغان ښځو او نجونو پر راتلونکي پانګونه د افغانستان پر راتلونکي پانګونه ده.»
یونېسکو هم پر دغه ورځ له افغان نجونو خپل ملاتړ اعلان کړ او پراخو زده کړو او ښوونیز چاپیریال ته د لاسرسي پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
یونېسکو په یوه راپور کې ویلي: د ساینس، ټیکنالوژۍ، انجینرۍ او ریاضي زده کړو او فرصتونو ته د لاسرسي تضمین افغان ښځې او نجونې ټولو ته د روښانه راتلونکي جوړولو لپاره پیاوړي کوي. په ساینس کې د ښځو او نجونو په دې نړیواله ورځ، موږ د زده کړو د داسې پراخ چاپیریال ملاتړ استعدادونه پکې وغوړېږي.»
د ملګرو ملتونو عمومي مجموعې په ۲۰۱۵ زېږیز کال کې د فبرورۍ ۱۱مه په ساینس کې د ښځو او نجونو د نړیوالې ورځې په توګه ونوموله.
په دې ورځ، نړۍ د ساینس او ټکنالوژۍ په ګډون په بېلابېلو برخو کې د ښځو لاسته راوړڼو ته درناوی کوي.
جمهورخبري آژانس