هرات کې د پستې صادرات ۲۱ سلنه زیات شوي

24 دلو 1403 ساعت 9:07

د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، بهر ته د پستې په صادراتو کې د تېر کال په پرتله ۲۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی.


د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، بهر ته د پستې په صادراتو کې د تېر کال په پرتله ۲۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره په تېرو ۹میاشتو کې د ۲۴ میلیونه او ۶۷۶ زره ډالرو په ارزښت پسته بهر ته صادره شوې، چې دا د تېر کال په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.

مسوولین وایي د هرات د ۹ میاشتو ټول صادرات ۱۱۹ میلیونه او ۳۲ زره ډالرو ته رسېدلي، چې پکې کرنیز محصولات، وچې مېوې، معدني توکي او قیمتي ډبرې شاملې دي.

په ورته وخت کې د هرات د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلي، دا مهال ۶۰۰ هکتاره د پستې بڼونه په هرات کې شته او د پراختیا په حال کې دي.

جمهورخبري آژانس


 


د مطلب کود: 180127

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180127/

جمهور
  https://www.jomhornews.com