د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، بهر ته د پستې په صادراتو کې د تېر کال په پرتله ۲۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره په تېرو ۹میاشتو کې د ۲۴ میلیونه او ۶۷۶ زره ډالرو په ارزښت پسته بهر ته صادره شوې، چې دا د تېر کال په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.
مسوولین وایي د هرات د ۹ میاشتو ټول صادرات ۱۱۹ میلیونه او ۳۲ زره ډالرو ته رسېدلي، چې پکې کرنیز محصولات، وچې مېوې، معدني توکي او قیمتي ډبرې شاملې دي.
په ورته وخت کې د هرات د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلي، دا مهال ۶۰۰ هکتاره د پستې بڼونه په هرات کې شته او د پراختیا په حال کې دي.
جمهورخبري آژانس