۰

داعش ترهګرې ډلې د کندز ولایت د ځانمرګي برید مسؤلیت ومانه

چهارشنبه ۲۴ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۰۱
د داعش ترهګرې ډلې د کندز ولایت د کابل بانک مخې ته د ځانمرګي برید مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.
داعش ترهګرې ډلې د کندز ولایت د ځانمرګي برید مسؤلیت ومانه
د داعش ترهګرې ډلې د کندز ولایت د کابل بانک مخې ته د ځانمرګي برید مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

د جمهور خبري اژانس د راپور له مخې، د داعش ترهګرې ډلې د خراسان څانګې نن، چهارشنبه (د سلواغې ۲۴ مه) اعلان وکړ چې دې ډلې د سې شنبې په ورځ په کندوز ولایت کې یو برید ترسره کړ چې په کې طالب ځواکونه په نښه شول.

د یادونې وړ ده چې د سې شنبې په ورځ په کندوز ولایت کې د کابل بانک مخې ته په یوه ځانمرګي برید کې له ۵۰ څخه زیات کسان ووژل شول او ټپیان شول، خو د طالبانو ډلې د مړو او ټپیانو شمېر ۱۲ اعلان کړی دی.

جمهورخبري اژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي