د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دې ډلې ۳۰ کسان د غلا، قاچاق، د لرغونو اثارو د کیندلو او اخلاقي فساد په تور نیولي دي.
د جمهور خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو ډلې تر کنټرول لاندې د کورنیو چارو وزارت نن سې شنبه (د سلواغې ۲۳ مه) په یوه بیان کې وویل چې دې ډلې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد له اوو ولایتونو څخه ۳۰ کسان نیولي دي.
طالبانو ویلي چې د دوی ډلې د جرمونو ضد جنګیالیو په نیمروز ولایت کې شپږ کسان د غلا په تور نیولي، په بلخ کې شپږ مسلکي غله، په دایکندي کې درې کسان د لرغونو اثارو د کیندلو په تور، په هرات کې دوه ماهر غله، په سمنګان کې درې کسان د فساد په تور او په لغمان ولایت کې یو بل غل نیولی دی.
طالبانو زیاته کړه چې په هلمند ولایت کې پولیسو نهه کسان پیژندلي او هیواد ته د توکو د قاچاق په تور نیولي دي.
جمهورخبري آژانس