د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې دې ډلې په کندهار ولایت کې د مرمر ډبرو د پروسس لپاره له یوې ترکي شرکت سره تړون لاسلیک کړی دی.
د جمهور خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو ډلې تر کنټرول لاندې د هېواد د کانونو او پټرولیم وزارت نن سې شنبه (د سلواغې ۲۳ مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري د کندهار ولایت د شاه ولي کوټ ولسوالۍ په دره نور سیمه کې د مرمرو کان لپاره د ترکیې د وامیوګلو کانونو او پروسس شرکت مرستیال موسی امیوګلو سره د ۳۰ کلونو لپاره د ۳ مربع کیلومتره مساحت او ۶.۲ ملیون امریکایي ډالرو پانګونې قرارداد لاسلیک کړی دی.
طالبانو ویلي چې د دې تړون په لاسلیک کولو سره به سلګونو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي او د طبي او تعلیمي مرکزونو سربیره به د ټولنیزو خدماتو په برخه کې هم سیمه ییزو خلکو ته نور خدمات هم وړاندې شي.
د شرکت مرستیال، ایمیوګلو، دا هم وویل چې د افغانستان د مرمر ډبرو د استخراج او پروسس وروسته، موږ به یې نړۍ ته معرفي کړو.
جمهورخبري آژانس