د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د استخدام په اړه اندیښنه څرګندوي او وايي چې په افغانستان کې ترهګریز سازمانونه له یو بل سره همکاري کوي.
د جمهور خبري اژانس د راپور له مخې، د متحده ایالاتو مرستیال سفیرې او استازې ډوروتي شی د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۲مه) د داعش د ګواښونو په اړه د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د داعش استخدام د اندیښنې وړ دی.
مېرمن شي په دې غونډه کې زیاته کړه چې د هغې هیواد په افغانستان او پاکستان کې د استخدام کمپاینونو د پلان کولو وړتیاو په اړه اندیښمن دی.
په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي فو کانګ هم وویل چې "ترهګریز" سازمانونه لکه داعش، القاعده او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ اوس مهال په افغانستان کې ډېر فعال دي او له یو بل سره همکاري کوي.
هغه زیاته کړه: "دا ډلې نه یوازې په افغانستان کې امنیتي وضعیت خرابوي، بلکې د سیمې او نړیوالې سولې او امنیت لپاره هم ګواښ دی."
په ملګرو ملتونو کې د ډنمارک دایمي استازې کریسټینا مارکس لاسن ویلي دي چې داعش-خراسان د افغانستان، سیمې او له هغې هاخوا لپاره یو مهم ګواښ دی.
هغه ټینګار وکړ چې داعش ځان له نویو شرایطو سره تطابق کړی او خپل نفوذ یې پراخ کړی دی.
د هغه په وینا، په افغانستان کې د بریدونو سربیره، د داعش خراسان ملاتړو په اروپا کې بریدونه پلان کړي او په فعاله توګه هڅه کوي چې د منځنۍ آسیا هیوادونو څخه خلک استخدام کړي.
جمهورخبري آژانس