له قزاقستاني لوري سره د یوه سوداګریز مرکز پر جوړولو خبرې شوې

23 دلو 1403 ساعت 9:25

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د قزاقستان سفیر ګازیز اکباسوف د دغه وزارت له سرپرست نورالدین عزیزي سره کتلي دي.


د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د قزاقستان سفیر ګازیز اکباسوف د دغه وزارت له سرپرست نورالدین عزیزي سره کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په خبر پاڼه کې راغلي، چې په دېکتنه کې، دواړو لورو په الماتا کې د افغان سوداګرو لپاره د یوه سوداګریز مرکز پر جوړولو، د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د تړونونو په تړاو د شویو ژمنو پر عملي کېدو، افغانستان کې د قزاقي سوداګرو پر پانګونې او افغان سوداګرو ته د ویزو په ورکړه کې د اسانتیا په رامنځته کېدو خبرې شوې دي.

د خبر پاڼې له مخې د کتنې په پای کې، د دواړو هېوادونو د سوداګرو د ستونزو او شخړو د حل پر لارو چارو هم خبرې شوې دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 180101

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180101/

جمهور
  https://www.jomhornews.com