د نیمروز ځايي مسوولینو په دغه ولایت کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ورېښم پله سړک د جوړېدو او ګټې اخیستنې ته یې د سپارل کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د نیمروز ولایت مقام ویاند رحیمالله ساجد ویلي چې دغه سړک د ۲.۵ کیلو متره په اوږدوالي جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
ساجد زیاته کړې، چې د دې پروژې مالي لګښت د عبدالله بن محمد بن علي الثاني عربي خیریه بنسټ لخوا ورکړل شوی دی.
د سیمې اوسېدونکي بیا له ځايي مسوولینو او د خیریه بنسټ له کړنو مننه کوي چې دوی ته ټولګټې پروژې پلې کوي.
جمهورخبري آژانس