۰

کابل ښاروالي: سرای شمالي کې د فرعي سړکونو جوړولو چارې روانې دي

سی شنبه ۲۳ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۱۸
د کابل ښاروالۍ په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې له تهیه مسکن څلورلارې څخه تر سرای شمالي پورې د فرعي سړکونو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
کابل ښاروالي: سرای شمالي کې د فرعي سړکونو جوړولو چارې روانې دي
د کابل ښاروالۍ په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې له تهیه مسکن څلورلارې څخه تر سرای شمالي پورې د فرعي سړکونو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې ویلي، یادې فرعي لیکې (۱۱۰۰) متره اوږدوالی او (۱۴.۵) متره سور لري چې، د جوړولو چارې یې د روان کال په بهیر کې پیل شوې دي.

د مسوولینو په خبره تر دې دمه یوه لیکه د بنسټیزو چارو تر بشپړېدو وروسته قیر شوې ده او د راتلونکي کال په لومړیو کې به یې بله لیکه هم قیر کولو ته چمتو شي.

د کابل ښاروالۍ مسوولین وایي، چې د دغو سړکونو په جوړېدو سره به په سرای شمالي او ورڅېرمه سیمو کې د ګڼه ګوڼې ستونزه هواره او ښاریانو ته به ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي