ټرمپ؛ پر غزې د ولکې او فلسطینیانو د ایستلو ژمنه بیا تکرار کړې ده

23 دلو 1403 ساعت 9:17

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ژمنه بیا تکرار کړې، چې پر غزې به ولکه ټینګوي او فلسطينيان به له دې سيمې وباسي. هغه ويلي د غزې پېرلو او خپلولو په اړه خپلې خبرې ته ژمن دی.


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ژمنه بیا تکرار کړې، چې پر غزې به ولکه ټینګوي او فلسطينيان به له دې سيمې وباسي. هغه ويلي د غزې پېرلو او خپلولو په اړه خپلې خبرې ته ژمن دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغو څرګندونو له وړاندې د حماس له لوري غبرګون پارولی او ویلي یې دي، چې فلسطینیان به د دوی هر هغه هڅه ناکاموي، چې د دوی د ایستلو په اړه ترسره کیږي.

ترمپ دغه څرګندونې له یوې رسنۍ سره په الوتکه کې د سفر پرمهال کړې دي. هغه ویلي دا یوه ستره تیروتنه ده، چې خلکو، فلسطینیانو او یا هغو ته چې په غزه کې اوسېږي بیرته یادې سیمې ته د ور وګرځېدو اجازه ورکړو.

ترمپ زیاته کړې موږ حماس هم نه غواړو چې بیرته ورشي او موږ د لویو ملکیتونو په اړه فکر کوو.

هغه په ټینګار سره ویلي امریکا به د دې سیمې څښتنه شي او په جوړولو کې یې هم بېړه نه کوي غواړي په کرار کرار یې بیرته ورغوي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 180096

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180096/

جمهور
  https://www.jomhornews.com