۰

ټرمپ؛ پر غزې د ولکې او فلسطینیانو د ایستلو ژمنه بیا تکرار کړې ده

سی شنبه ۲۳ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۱۷
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ژمنه بیا تکرار کړې، چې پر غزې به ولکه ټینګوي او فلسطينيان به له دې سيمې وباسي. هغه ويلي د غزې پېرلو او خپلولو په اړه خپلې خبرې ته ژمن دی.
ټرمپ؛ پر غزې د ولکې او فلسطینیانو د ایستلو ژمنه بیا تکرار کړې ده
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ژمنه بیا تکرار کړې، چې پر غزې به ولکه ټینګوي او فلسطينيان به له دې سيمې وباسي. هغه ويلي د غزې پېرلو او خپلولو په اړه خپلې خبرې ته ژمن دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغو څرګندونو له وړاندې د حماس له لوري غبرګون پارولی او ویلي یې دي، چې فلسطینیان به د دوی هر هغه هڅه ناکاموي، چې د دوی د ایستلو په اړه ترسره کیږي.

ترمپ دغه څرګندونې له یوې رسنۍ سره په الوتکه کې د سفر پرمهال کړې دي. هغه ویلي دا یوه ستره تیروتنه ده، چې خلکو، فلسطینیانو او یا هغو ته چې په غزه کې اوسېږي بیرته یادې سیمې ته د ور وګرځېدو اجازه ورکړو.

ترمپ زیاته کړې موږ حماس هم نه غواړو چې بیرته ورشي او موږ د لویو ملکیتونو په اړه فکر کوو.

هغه په ټینګار سره ویلي امریکا به د دې سیمې څښتنه شي او په جوړولو کې یې هم بېړه نه کوي غواړي په کرار کرار یې بیرته ورغوي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي