۰

پاکستان چې د ترهګرو مرکز دی وايي، داعش ډله په افغانستان کې ده

سی شنبه ۲۳ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۱۵
په داسې حال کې چې پاکستان په نړۍ کې د ترهګرو ډولو تر ټولو ستره ځاله بلل کېږي، خو د دغه هېواد دیپلوماتیک چارواکي ادعا کوي، چې افغانستان کې د داعش ډله شتون لري.
پاکستان چې د ترهګرو مرکز دی وايي، داعش ډله په افغانستان کې ده
په داسې حال کې چې پاکستان په نړۍ کې د ترهګرو ډولو تر ټولو ستره ځاله بلل کېږي، خو د دغه هېواد دیپلوماتیک چارواکي ادعا کوي، چې افغانستان کې د داعش ډله شتون لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم د امنیت شورا په غونډه کې له افغانستان څخه د داعش د ګواښونو پر وړاندې د لا اغیزمنې مبارزې غوښتنه وکړه.
اکرم پرون دوشنبې د سلواغې ۲۳ مه د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې هیواد یې له څلورو لسیزو راهیسې د ترهګریزو بریدونو په لومړۍ کرښه کې دی. هغه وويل چې زموږ په سیمه کې دښمنانو د دې ډلو لپاره مالي سرچینې برابرې کړې، او د دوی د ترهګریزو بریدونو له امله، موږ لوی قیمت ورکوو، حتی د هیواد په اقتصاد کې.

هغه په ​​دې قضیه کې د کوم ځانګړي هیواد نوم وانخیست.

د پاکستان استازی وايي چې د پاکستان د هڅو له امله، په افغانستان کې د القاعدې اصلي مرکز له منځه وړل شوی دی.

هغه په ​​افغانستان کې د داعش د شتون په اړه وویل چې داعش په پیل کې له سوریې او عراق څخه راڅرګند شو، خو د داعش ډلې څانګې هم په افغان خاوره کې راڅرګندې شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې تر اوسه پورې په افغانستان کې کوم داعشیان نیول شوي او یا وژل شوي دي، د ټولو ثبتونه شته، چې د پاکستان د اورکزو ایجنسۍ پورې تړاو لري او د دغه هېواد د پوځ له خوا زورل شوي دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي