کېپ ټاون لوبډلې د راشد خان په لوبډلمشرۍ اتلولي خپله کړه

21 دلو 1403 ساعت 9:19

د جنوبي افریقا شل اوریز لیګ سیالیو پایلوبه د راشدخان په لوبډلمشرۍ ممبۍ انډینز کېپ ټاون لوبډلې وګټله.


د جنوبي افریقا شل اوریز لیګ سیالیو پایلوبه د راشدخان په لوبډلمشرۍ ممبۍ انډینز کېپ ټاون لوبډلې وګټله.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پایلوبه چېکېپ ټاون او سنرایزر ایسټرن کپ لوبډلې د یو بل پر وړاندې مخ شوې و.

کېپ ټاون پکې سیالې لوبډلې ته په شلو اوورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره د ‍۱۸۲ منډو هدف ټاکلی وو.

ایسټرن کپ لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نشوای کړای د ۱۰۵ منډو په جوړولو سره ټول لوبغاړي وسوځېدل.

د جنوبي افریقا د شل اوریز سوداګریز لیګ کې شاملې لوبډلې د هند د کرکټ د غوره لیګ آی پي ایل د لوبډلو د مالکانو دي چې د نړۍ مشهوره لوبغاړي پکې لوبیږي.

د یادولو وړ ده، چې په ممبۍ انډینز کېپ ټاون لوبډله کې د راشدخان تر څنګ دوه نور افغانلوبغاړي صدیق الله اتل او عظمت الله عمرزی هم لوبېدل.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 180048

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180048/

جمهور
  https://www.jomhornews.com