د هیواد په ۲۵ ولایتونو کې د ورښتونو اټکل شوی دی

21 دلو 1403 ساعت 9:16

د هوا پېژندنې ادارې نن د هیواد په ۲۵ ولایتونو کې د واورې، باران او تیزو بادونو اټکل کړی دی.


د هوا پېژندنې ادارې نن د هیواد په ۲۵ ولایتونو کې د واورې، باران او تیزو بادونو اټکل کړی دی.

د جمهور آژانس یادې ادارې دغه ولایتونه هرات، فراه، نیمرو، هلمند، کندهار، زابل، ارزګان، دایکندي، غور، بادغیس، فاریاب، سرپل، بامیان، میدان وردګ، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، جوزجان، بلخ، پروان، بغلان او پنجشېر یاد کړي دي.

په ځینو سیمو کې د باران کچه د ۱۵ څخه تر ۳۵ ملي میتره او د واورې کچه بیا د ۱۰ څخه تر ۴۰ سانتي مترو پورې اټکل شوې ده.

د هوا پېژندنې ادارې دغه راز د سالنګونو په ګډون د هیواد په لویدیځو، جنوبي او مرکزي ولایتونو کې د قوي بادونو تمه اټکل هم کړی، چې سرعت به یې په ځینو سیمو کې په ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۸۰ کیلومترو پورې وي.

جمهورخبري آژانس


 


د مطلب کود: 180046

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180046/

جمهور
  https://www.jomhornews.com